یوناما: تېرو درې میاشتو کې ۵۷۳ ملکي افغانان وژل شوي او ۱،۲۱۰ نور ټپيان دي

ارشیف، کابل کې په یوه ځانمرګې حمله کې یو ځوان وژل شوی زده کوونکی

د ملکي مرګ‌ژوبلې په تړاو د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت، یوناما تازه راپور ښیي چې د روان زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، په افغانستان کې د جګړې له کبله ۵۷۳ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۱،۲۱۰ تنه ټپيان شوي دي.

د یوناما د ۲۰۲۱ کال د لومړۍ ربعې د ملکي تلفاتو راپور چې نن خپور شو د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۹ سلنه لوړوالی ښیي.

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي که څه هم د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پیل سره د ملکیانو د وضعیت د ښه کېدو په اړه هیلې راپیدا شوې وې، خو د ۲۰۲۰ کال له اکټوبر د ۲۰۲۱ کال د مارچ ترمنځ شپږو میاشتو کې، تر هغه د وړاندې کال د ورته مودې پرتله یوناما د ۳۸ په سلو کې ملکي تلفاتو لوړوالی ثبت کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یو ځل بیا د ډېرو ملکي تلفاتو یعنې ۶۱ په سلو کې مسؤلیت د حکومت مخالفو وسله‌والو ته وراوړي، په داسې حال کې چې حکومت پلوي ځواکونه د ټولو ملکي تلفاتو د نږدې څه باندې څلورمې برخې یعني ٢٧ په سلو کې لامل شوي دي.

د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ ربعې په پرتله یوناما د ۲۰۲۱ کال د لومړیو درېیو میاشتو په اوږدو کې د ملکي تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی ثبت کړی چې لامل‌یې دواړو، یعنې افغان ملي پوځ او طالبانو ته راجع شوي دي چې د ټولو ملکي تلفاتو د ۴۳ نیم په سلو کې مسؤلیت طالبانو او د ۱۷ په سلو کې مسؤلیت افغان ملي پوځ ته ورګرځي.

د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربع کې د ملکي تلفاتو د عمومي زیاتوالي عوامل تر ډېره د تېر کال د وروستیو په څېر جګړه، له ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو څخه کار اخیستل او هدفي وژنې په ګوته شوې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا د یوناما راپور ردوي او د مرګ‌ژوبلې مسؤل طالبان بولي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ نن ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو مسؤلیت تر دې ځکه لوړ دی چې هر ډول تخریب او تلفاتو لپاره‌یې زمینه برابره کړې ده، طالبانو په جګړه کې د ملکي وګړو له کورونو له ګټې اخیستنې سره سره د سولې خبرو پیل سره هم‌مهاله په خبریالانو او بشر حقونو او مدني فعالانو باندې خپل بریدونه روان ساتلي او له همدې امله د ملکي تلفاتو کچه زیاته شوې ده."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ

په ورته وخت کې طالبانو هم د یوناما نوي راپور په تړاو غبرګون ښودلی.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل چې ‏د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې په اړه د یوناما دغه راپور ردوي چې د ۶۱ سلنې تلفاتو مسؤلیت‌ې دوی ته راجع کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د ښځو او ماشومانو د مرګ‌ژوبلې زیاتېدو په تړاو اندېښنه ښودلې چې د۲۰۲۰ کال د لومړۍ ربعې پرتله د ښځو په مرګ‌ژوبله کې ۳۷ سلنه او د ماشومانو په تلفاتو کې ۲۳ په سلو کې زیاتوالی راغلی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاينز ویلي: "د ملکي افغانانو په خاص ډول د ښځو او ماشومانو وژل کېدل او ټپي کېدل ډېره خواشینوونکې ده. زه له ښکېلو اړخونو غواړم چې د مخنیوي لپاره‌یې په بېړه یوه لاره پیدا کړي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز

یوناما ویلي، که څه هم د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې دواړو لورو د افغانستان حکومتي ځواکونو او طالبانو د تاوتریخوالي پر یوې اوونۍ کموالي موافقه وکړه او په ډاګه‌یې کړه چې سیاسي ژمنتیا کولای شي د افغانانو ژوند وژغوري، خو په وینا یې چې له بده مرغه د افغانستان د سولې خبرو اترو له پیل راهیسې د تاوتریخوالي پر کوم بل کموالي موافقه ونه‌شوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ټینګار کړی چې د سولې له هر ممکن فرصت څخه باید ګټه پورته شي او که په عاجله توګه د تاوتریخوالي کچه راټیټه نه‌شي، د زرګونه ملکي افغانانو وژنه به د خپلو نورو افغانانو له‌خوا د ۲۰۲۱ کال په اوږدو کې دوام وکړي.