ملي امنیت: ننګرهار کې د داعش ډلې یو مرستیال قوماندان وژل شوی

افغان سرتیري ننګرهار کې د عملیاتو پر مهال

د ملي امنیت ادارې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د یوه مرستیال قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی.

دغې ادارې په یوه اعلامېه کې ویلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په چمتله سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې د داعش دغه مرستیال قوماندان لعلي ګل چې په مصطفی مشهور وو، د مقاومت په نتیجه کې ووژل شو.

د اعلامیې له مخې دغه کس په شېرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د ماینونو په ایښودلو کې لاس درلود.

اعلامیې د عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

داعش وسله والو په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.