ننګرهار کې د شاتو برخه کې پانګونه زیاته شوې

ارشیف

په ننګرهار کې د مچیو د شاتو په برخه کې پانګونه زیاته شوې ده.د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، خصوصي پانګوالو په ننګرهار ولایت کې د مچیو شاتو پنځه سوه وړو او لویو فارمونو کې د پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت پانګونه کړې ده.

د دې وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډیو ته وویل، دې برخه کې د پانګونې له ډیرېدو سره دوو زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د ښاغلي احمدي په خبره، اوس پنځوس واړه او لوی شرکتونو د شاتو پروسس او بسته بندۍ برخه کې په کار بوخت دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د ننګرهار ولایتو شاتو د ګلف فود په نوم نړیوال نندارتو کې چې دوبۍ کې جوړ شوی و له بهرنیو شرکتونو سره د سلو زرو ډالرو په ارزښت تړونونو ترسره کړي دي.

شمېرې ښیي چې تېرکال د مچيو د فارمونو درلودونکو څه د باڅه څلور سوه ټنه شات ترلاسه کړي چې ډېری یې بهرنیو هېوادونو ته لېږل شوي دي.