افغان سوله؛ ترکیه: د استانبول غونډه د اپرېل پر ۲۴مه پیلېږي

ارشیف، د ترکیې یوه څنډه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د استانبول غونډه به د اپرېل میاشتې پر ۲۴مه پیل شي.

دغه وزارت د سې شنبې (د وري ۲۴مه) په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ دغه غونډه به د مې میاشتې تر څلورمې نېټې دوام وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پرون ازادي راډیو ته وویل، د دوی مشورې لا نهايي شوي نه دي، ځکه تر هغو نېټه نه شي مشخص کېدلای.

تردې مخکې په رسنیو کې ویل شوي وو چې دغه غونډه ښايي د اپرېل میاشتې پر ۱۶ مه پیل شي، خو طالبانو تېره دوشنبه وویل چې د اپرېل پر ۱۶ مه په غونډه کې دوی ګډون نه شي کولی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، دغه هېواد یعنې ترکیه، د قطر دولت او د ملګرو ملتونو سازمان په عالي او ټول ­شموله ډول دا غونډه جوړوي.

د ښځو د حقونو فعالانو په دې غونډه کې د ښځو د پراخې ونډې غوښتنه کړې ده.