د ناوالنۍ مېرمن: د زندان شرایط او د خاوند اعتصاب مې په سختېدو دي

د ناوالنۍ مېرمن یولیا ناوالنایا

د روسیې د زنداني شوي سیاسي مخالف، الکسي ناوالنۍ مېرمن وايي، د خپل خاوند د روغتیا په اړه یې اندېښنه په زیاتېدو ده.

یولیا ناوالنایا ویلي، په هغه زندان کې چې ناوالنۍ ساتل کېږي، د زندان شرایط او د ده غذايي اعتصاب په سختېدو دی.

مېرمن ناوالنایا په انسټاګرام کې لیکلي چې د کرملین له منتقد ناوالنۍ سره یې پرون سې شنبه وکتل.

ناوالنۍ د اداري فساد په تور د بند دوه نیم کلنه دوره تېروي، خو زیات کسان په دې باور دي چې دغه حکم سیاسي انګېزه لري.