د روسیې اپوزېسیون د بندي مشر الکسي ناوالنۍ ډاکتره جریمه شوه

د الکسي ناوالنۍ ډاکتره اناستاشیا واسیلي ییفا

د روسیې اپوزېسیون د بندي مشر الکسي ناوالنۍ ډاکتره په دې خاطر جریمه کړل شوه چې تېره اوونۍ یې هڅه وکړه چې ناروغ ناوالنۍ سره په محبس کې وویني.

د کرملېن دا منتقد له مسکوه دباندې بندي دی.

د مسکو د پیتوشکي سیمې محکمې اناستاشیا واسیلي ییفا یو لک او ۸۰ زره روبله چې ۲ زره ۳۲۰ ډالره کېږي، جریمه کړې او ویلي یې دي چې نوموړې په داسې ځای کې د راټولېدو هڅه کړې چې له کبله‌یې کېدای شي په ټرانسپورت کې خنډ پېښ شي.