د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سولې خبرې وکړې

ارشیف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو

د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې له خپل امریکايي ساري انتوني بلېنکن سره‌یې په دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان د سولې پر پروسې او په دې برخه کې په استانبول کې د دایرېدونکي کنفرانس په باب ګټورې خبرې کړې دي.

د افغانستان حکومت په دې کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی اعلان کړی، خو طالبانو ویلي چې لا یې پرېکړه نه‌ده کړې.