د روسیې په داغستان کې د الکسي ناوالنۍ یو ملاتړی تری تم شوی

د هغه زندان مخ ته راټول شوي روسي پولیس چې د کرملېن منتقد الکسي ناوالنۍ په‌کې زنداني دی.

د روسیې په داغستان کې د هغه ټیم هماهنګ کوونکی چې یوه ورځ مخکې یې د کرملېن د منتقد او زنداني الکسي ناوالنۍ په ملاتړ د دغه ټیم د جوړولو اعلان کړی و، تری تم شوی دی.

د داغستان په پلازمېنه مخاچکاله کې چارواکو پرون د ادوارد اتاییف د لادرکه کېدو په اړه اندېښنه وښوده او ویې‌ویل چې د یکشنبې له ورځې راهیسې یې ټیلیفون ګول دی.

نوموړي په دې ورځ په پلازمېنه کې رسماً د ناوالنۍ په ملاتړ د دغه ټیم د جوړولو اعلان کړی و.

د هغه یوه ملګري مراد ماناپوف ازادي راډیو ته وویل، اتاییف په همدې ورځ خپل کلي ته او ماته‌یې ویلي و چې کله ورسېد نو به خبر ورکړي، خو تر اوسه‌یې نه خبر ورکړی او نه‌یې هم ټیلیفون کار کوي.

په داغستان کې د ناوالنۍ دغه ملاتړی داسې مهال لادرکه کېږي چې په خپله ناوالنۍ مسکو ته نږدې په یوه زندان کې چې سخت امنیتي تدابیر په‌کې عملي کېږي، بندي دی.

له زندانه د نوموړي د خوشې کېدو لپاره د مسکو په ګډون د روسیې یو زیات شمېر ښارونه په دې وروستیو کې د پراخو مظاهرو شاهد و.