طالبان: د ترکیې کنفرانس ته چمتو نه‌یو

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړي

طالبانو ویلي، دوی د اپرېل میاشتې په ۱۶مه د ترکیې کنفرانس ته چمتو نه‌دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم نن ازادي راډيو ته وروسته تر دې دا خبره وکړه چې افغان چارواکو پرون وویل، د همدې اوونۍ په وروستیو کې دا کنفرانس جوړېږي.

په دې اړه سملاسي نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې کنفرانس بل اصلي لوری، افغان حکومت استانبول غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی او د دغې غونډې لپاره‌یې د سولې د طرحې مسوده چې د ملي مصالحې عالي شورا د توحید او ترتیب کمېټې له‌خوا وروستۍ شوې، "د افغانستان د سولې هوکړه‌لیک" نومول شوې او څلور بنسټیزې برخې لري، د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله ته سپارلې ده.

دا طرحه ۱۴ مخه لري او لومړۍ برخه‌یې "د افغاستان د راتلونکي لپاره لارښود اصول" دي چې د خلکو د حقونو پر ساتنې ټینګار کوي.

په دوهمه برخه کې "د سولې سیاسي نقشه" چې په‌کې انتقالي حکومت ته چې د سولې حکومت په نوم نومول شوی اشاره شوې.

په درېیمه برخه کې "د ټاکنو له لارې د نظام په جوړېدو" او په څلورمه کې بیا "د جګړې پای" یا تل‌پاتې اوربند باندې بحث شوی دی.

دغه‌راز، مخکې له دې ​د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي یوې سرچینې ویلي چې ملګرو ملتونو، قطر او ترکیې چې د استانبول ناستې ګډ کوربه‌توب په غاړه لري د مذاکراتو د اصولو او اجنډا سند چمتو کړی، افغان حکومت او طالبانو ته‌یې سپارلی دی.

که څه هم افغان حکومت او ملګري ملتونه په دې اړه څه نه‌وايي، خو طالبان وايي چې په دې اړه دوی ته څه نه‌دي سپارل شوي.

سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې دغه سند د تېرې اوونۍ په لومړیو کې دوی ته سپارل شوی او دواړو لورو ته دوه ورځې وخت ورکړل شوی چې بېرته ځواب ورکړي، په وینا یې افغان حکومت ورته غبرګون ښودلی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.