اشرف غني: حاضر یو چې خپله موده د سولې لپاره لنډه کړو

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، سوله سختو پرېکړو او قربانیو ته اړتیا لري او په خبره‌یې دی او ملګري یې دې قربانۍ ته چمتو دي.

ښاغلي غني په یوه وېډیویي پيغام کې چې نن د افغانستان ملي ټلوېزیون خپور کړی یو ځل بیا ویلي چې دوی د خپل واک موده رالنډوي او ټاکنو ته لاره برابروي.

ښاغلی غني زیاتوي: "حاضر یو چې خپله موده چې قانوني حق مو دی، د سولې لپاره لنډه کړو، غواړو چې ژر تر ژره عادلانه او هر اړخیز انتخابات د بین‌المللي ټولنې تر نظارت لاندې وشي چې موږ ملي اقتدار نورو ته تسلیم کړو."

ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دی به راتلونکو ټاکنو ته ځان نوماند نه‌کړي.

ښاغلی غني داسې مهال د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټینګار کوي چې تازه د امریکا، ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر له‌خوا افغان دولت او طالبانو ته په سپارل شوې طرحه کې ویل شوي، یوه انتقالي اداره به ټاکنو ته لاره برابروي.

له دې سره هم‌مهاله ټاکنو کمېسیون هم ویلي، د ملګرو ملتونو په مرسته‌یې د دغه سازمان ۱۵ سلاکارن او نړیوال متخصصان ګمارلي او د همدې میاشتې تر پای پورې به دندې پيل کړي.

معلومه نه‌ده چې د ټاکنو د نړیوالو متخصصانو ګمارنه د ټاکنو لپاره له نویو پيل شویو هڅو سره تړاو لري او که نه.