زلمي خلیلزاد کابل ته خپل څلور ورځنی سفر بشپړ کړ

مدني فعالانو او ځوانانو سره د استانبول کنفرانس د چمتووالي په اړه د زلمي خلیلزاد خبرې

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته خپل څلور ورځنی سفر بشپړ کړی دی.

د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې دا سفر ګټور بللی، خو دا یې نه‌ده څرګنده کړې چې ښاغلی خلیلزاد بېرته واشنګټن او که بل ځای ته تللی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دې سفر پر مهال‌یې له حکومتي او سیاسي چارواکو، مدني فعالانو او ځوانانو سره د استانبول کنفرانس د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي.

ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد له هغه ګډ لیدلوري خوښ دی چې افغانان‌یې د استانبول کنفرانس په اړه لري، هغه کنفرانس چې تمه ده عادلانه او تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي.

تر اوسه د دغه کنفرانس کره نېټه نه‌ده اعلان شوې، خو افغان چارواکو ویلي، تمه ده د همدې روانې اوونۍ په وروستیو کې جوړ شي.