ارزګان چارواکي: ترینکوټ کې چاودنې یو ملکي کس وژلی

د ترینکوټ د ولایتي روغتون رئیس امین الله توخي وايي، روغتون ته د پېښې له ځایه ۵ کسان ور وړل شوي

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت مرکز ترینکوټ کې ماین چاودنې یو ملکي کس وژلی دی.

د ارزګان ولایت سرپرست والي نعمت الله بختیار ازادي راډيو ته وویل چې دغه ماین چاودنه نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) ماښام د ترینکوټ ښار اړوند سرچیخلو سیمه کې د قومي مخور شا محمد د زوی پر موټر شوې.

دی وايي، دې پېښه کې یو تن ټپي شوی هم دی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

خو دغه ولایت کې یوې باوري دولتي سرچینې ازادي راډيو ته تائید کړه چې دغه ماین چسپکي و او پر مهال یې ۲تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د ترینکوټ د ولایتي روغتون رئیس امین الله توخي بیا ازادي راډيو ته وویل چې روغتون ته د پېښې له ځایه ۵ کسان ور وړل شوي چې له ډلې یې درې پولیس او دوه ملکیان دي.

نوموړی وايي، یادو کسانو کې یو ملکي کس وژل شوی او د پاتې څلورو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.

د پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.