راب: بریتانیا او امریکا اوکراین کې د روسیې بې ثباته هڅو سره مخالف دي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وایي، بریتانیا او متحده ایالات په اوکراین کې د روسیې د هڅو چې هغه بې ثباته کوونکي بللې، کلک مخالف دي.

ډومینیک راب نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) وویل، په وروستیو کې له اخېستل شوېو ویډیوګانو، تصویرونو او نورو اسنادو څخه ښکاري چې د روسیې وسله والو ځواکونو د اوکراین د پولو پر لور یا د لاندې کړې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمې ته ډېر خوزښتونه پیل کړي چې ورسره دا اندېښنې چې ګوندې مسکو به د اوکراین ختیځې برخې ته د ځواکونو د استولو لپاره تیاری نیسي، زیاتې شوي دي.

کریملین د ځواکونو د په شا کولو لپاره د لویدیځ غوښتنې رد کړې او هم یې دا خبره چې دغو ځواکونو ګواښ رامنځته کړی، رد کړې ده.

کریملین ویلي، د روسیې د خاورې دننه یې د ځواکونو خوزښتونه د ملي حاکمیت مسئله ده.

ښاغلی راب دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

د دواړو لورو له خبرو وروسته اردوغان سیمه کې وروستي پرمختګونه د اندېښنې وړ وبلل او هیله یې ښکاره چې دغه لانجه د خبرو له لارې او د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا سره سم له سوله ییزې لارې هواره شي.