افغانستان کې د ګلخانه‎‎ يي ګازو د خپرېدو خبرداری!

آرشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره په دې هېواد کې د ګلخانه‎يي ګازو د خپرېدو له امله خبرداری ورکوي.

د دغې ادارې د تازه راپور له مخې په افغانستان کې دغه ګاز له ۱۹۹۰میلادي کال نه تر۲۰۱۷ میلادي کاله پورې ۱۴۰سلنه ډېر خپور شوی دی.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د اقلیم د بدلون رئیس روح الله امین د یکشنبې (د وري ۲۲مه) په ورځ د اقلیم د بدلون په اړه د دوهم راپور له خپرېدو وروسته ازادي راډیو ته وویل، وړاندوینه کېږي چې تر ۲۰۳۵ میلادي کال پورې به د ۲۰۱۷ میلادي کال پرتله، ګلخانه یي ګازونه ۲۱سلنه ډېر خپاره شي.

ښاغلي امین زیاته کړه: "د دغه راپور هدف دا دی چې د ګلخانه ‎يي ګازونو خپرېدل د اقلیم د بدلون او نورو مواردو سره چې د اقلیم بدلون پورې اړه لري، څه رنګه ځانګړي کړو؟ دغه راپور کولی شي د یو مهم راپور په توګه د راتلونکو اقداماتو په خاطر د ګلخانه ‎يي ګازونو د خپرېدو او د پروژو د پلي کېدو لپاره ګټور تمام شي. سره له دې افغانستان د ګلخانه‎ یي ګازونو په خپرېدو کې ډېره کمه ونډه لري، یعنې زما د ګازو خپرېدل صفر عشاریه صفر یو دی، خو بیا هم موږ د اقلیم د بدلون نه ډېر زیان وینو او دا مسئله زموږ د اندېښنې لامل ده."

د چاپیریال ساتنې پوه عبدالولي مدقق

د ښاغلي امین په خبره که څه هم افغانستان صنعتي هېواد نه دی، خو د افغانستان درجه په وروستیو ۲۶۰ کلونو کې یعنې د اروپا د صنعتي انقلاب وروسته، د سانټي ګرېډ له مخې ۱.۸درجې لوړه شوې ده.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مسوولین وايي، افغانستان د پاریس د هوکړې غړی دی چې له مخې یې مکلف دی له ۲۰۲۰میلادي کال نه تر۲۰۳۰ پورې د ګلخانه ‎يي ګازونو خپرېدل ۱۳.۶ کم کړي.

له بلې خوا د چاپیریال ساتنې پوه عبدالولي مدقق په افغانستان کې د ګلخانه‎ یي ګازونو خپرېدل د اندېښنې وړ ګڼي او حل لاره یې داسې بیانوي: "د کار د حق په توګه یې د حل لاره دا ده چې له صنعتي هېوادونو څخه نړیوالو حقونو ته په کتو، خپل حق وغواړي او هڅه وکړي چې له مرستندویو بنسټونو او هغو صنعتي هېوادونو نه چې کاربُن ازادوي خپل حق واخلي او د شنو ساحو په رامنځته کولو او د اقلیم بدلون سره د مبارزې لپاره ترې کار واخلي."

د دغې ادارې د مسؤلینو په خبره د دوی دوهم راپور د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې تر څار لاندې بېلابېلو بنسټونو، وزارتونو او د چاپیریال ساتنې متخصصینو له ۲۰۱۸ نه تر اوسه بشپړکړی دی او د ملګروملتونو د اقلیم د بدلون د کنفدراسیون له خوا منل شوی دی.