بغلان کې معلولینو او د جګړې د قربانیانو کورنیو لاریون کړی

ارشیف

په بغلان کې معلولینو او د جګړې د قربانیانو د کورنیو په لسګونو غړیو د یوه اعتراضیه لاریون په ترڅ کې د خپلو حقوقو او امتیازاتو د اجرا غوښتونکي شول.

دوی چې نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) یې د پلخمري په ختیځ کې د کابل لویه لاره د څلورو ساعتونو لپاره د ټرافیکو پرمخ تړلې وه، چارواکي تورن کړل چې له برېښنایي تذکرو پرته پر عادي تذکرو ورته خپل میاشتني حقوق نه ورکوي.

د بغلان د شهیدانو او معلولینو د چارو رئیس عبدالصبور صابریار وایي، د نوي طرزالعمل له مخې ټول معلولین او د شهیدانو ورثه باید نوې الکترونیکي تذکرې واخلي او له دې پرته یې میاشتني حقوق نه ورکول کېږي.

د چارواکو په وینا په بغلان کې له ۱۲ زرو زیات د جګړو معلولین او د جګړو ورثه ثبت دي.