شهزاده چارلز د فیلیپ د مړینې په تړاو د خلکو له خواخوږۍ مننه وکړه

شهزاده چارلز

شهزاده چارلز وايي، شاهي کورنۍ د شهزاده فیلیپ تر مړینې وروسته د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د خلکو د ملاتړ له کبله منندویه ده.

شهزاده چارلز چې د بریتانیا د تخت او تاج وارث ګڼل کېږي، پرون شنبه )د وري ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې وویل، پلار یې یو ځانګړی شخصیت و.

ده د فیلیپ د مړینې په تړاو د خلکو د خواخوږۍ مننه وکړه.

شهزاده فیلیپ چې د دویمې الیزابت خاوند دی، د ۹۹ کلونو په عمر تېره جمعه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

بکینګهم ماڼۍ ویلي، خاورو ته د شهزاده فیلیپ د سپارلو مراسم به را روانه شنبه په خصوصي ډول ترسره شي.