د جرمني پارلمان: زندان کې دې له ناوالنۍ سره شوی چلند وڅېړل شي

الکسي ناوالنۍ

د جرمني د پارلمان غړو د روسیې د حکومت له سیاسي مخالف الکسي ناوالنۍ سره د مسکو چلند هدفمنه شکنجه وبلله.

دغه پارلمان د شکنجې د مخنیوي لپاره د اروپا له ځانګړي شوي کمېسیونه غوښتنه وکړه چې په زندان کې له ناوالنۍ سره شوی چلند وڅېړي.

د جرمني د پارلمان غړو په یوه لیک کې چې پرون شنبه(د وري ۲۱مه) په فېسبوک کې خپور شو، له الکسي ناوالنۍ سره چلند د شکنجې د مخنیوي لپاره اروپايي کمېسیون له کنوانسیون سره په ټکر کې وبلل شو.

په لیک کې راغلي چې روسیه هم د اروپايي شورا د غړي په توګه د دغه کنوانسیون یوه غړې ده.

د روسیې سیاسي مخالف الکسي ناوالنۍ په تېره جنورۍ میاشت کې له جرمني له ستنېدو سره سم د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو.

هغه په یو ډول زهرجنو کیمیاوي موادو مسموم کړای شوی و چې بیا د درملنې لپاره جرمني ته ولېږدول شو.