روغتیا وزارت: د پولیو واکسین په اړه طالبانو سره خبرې روانې دي

ارشیف، جلال اباد کې یوه ماشوم ته د پولیو څاڅکي ور اچوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ملګرو ملتونو په مرسته له طالبانو سره خبرې روانې دي چې کور پر کور د ګوزڼ ضد واکسین لګولو کمپاین ته اجازه ورکړي.

دغه وزارت کې د ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مشر میرجان راسخ ازادي راډیو ته وویل:"له وسله والو طالبانو سره زموږ د خبرو لړۍ جاري ده. څو هغوی په دې قانع کړو چې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې کور پر کور د واکسین کمپاین ته اجازه ورکړي. البته دغه لړۍ د ملګرو ملتونو ادارو او په سیمو کې زموږ د ټولنې د مخورو، مشرانو او دیني عالمانو له خوا روانه ده."

ښاغلی راسخ وايي، د ګوزڼ ضد واکسین په هر کمپاین کې شااوخوا ۳ میلیونه ماشومان له دغه واکسینه بې برخې پاتې کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، دوی په هلمند، کندهار او ارزګان کې د کور پر کور واکسین کمپاین مخه ځکه نیولې وه چې د ده په خبره له دغه کمپاینه د استخباراتي فعالیتونو په هدف کار اخېستل کېده.

مجاهد وايي، دوی اوس هڅه کوي چې له دغه کمپاین سره همکاري وکړي.

د ګوزڼ ضد واکسین تازه کمپاین چې په ۳۲ ولایتونو کې عملي شو، تېره جمعه پای ته ورسېد. په دایکنډي او بامیان کې دغه کمپاین د هوا د خرابوالي له کبله عملي نه شو.