د کرنې وزارت: تېرکال افغانستان کې ۲۵۰۰ ټنه شات تولید شوي

په افغانستان په تېر لمریز کال کې نږدې دوه زره او ۵۰۰ ټنه شات تولید شوي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند نن شنبه (د وري ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې د وزارت د معلوماتو او احصایي ریاست شمېرې ښیي چې په ۱۳۹۹م لمریز کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې دوه زره او ۴۹۰ مټریک ټنه شات تولید شوي دي.

نوموړي وویل، پکتیا د ۸۹۹ ټنه شاتو په تولید سره لومړی ځای خپل کړی دی او وروسته د ننګرهار ولایت د ۵۰۰ ټنو په تولید سره او خوست د ۴۱۶ ټنو په تولید سره د هېواد د شاتو تر ټولو لوی تولیدوونکي ولایتونه دي.

همدارنګه هرات، لغمان، بدخشان، کندز او بامیان هم د شاتو د تولید برخه کې د لویو تولیدوونکو ولایتونو په ډله کې دي.

په هېواد کې د شاتو مچیو روزنې شپږ زره او ۷۵۷ فارمونه شته دي چې ډېری یې د بادغیس، هرات، بدخشان، پکتیا، کندز، دایکنډي، بامیان، لوګر، سرپل، فراه، میدان وردګ، کاپیسا، تخار، بغلان او خوست ولایتونو کې دي.

بادغیس د ۷۲۲ فارمونو، هرات د ۵۹۳، پکتیا د ۵۵۰ او بدخشان د شاتو مچیو د ۵۲۶ فارمونو په درلودو سره د شاتو مچیو روزنې د فارمونو برخه کې د جدول په سر کې دي.

د شاتو مچیو روزنه په افغانستان کې د یو ښه عاید لرونکي دندې په توګه د پراختیا په حال کې ده چې محصولات یې ښه کورني او بهرني بازار لري.

په کورنیو بازارونو کې د شاتو نوعیت ته په کتو یو کیلو خالص شات له ۵۰۰ تر دوه زره افغانیو پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۹۸م کال د شاتو د تولید کچه دوه زره او ۱۰۰ ټنه وه چې دا شمېره په ۱۳۹۹م کال کې ۳۹۰ ټنه زیاتوالی لري.