هرات چارواکي: د کمرکلاغ د ګازو په تأسیساتو کې اور لګیدلی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په هرات کې د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د هرات – تور غونډۍ د لویې لارې په اوږدو کې د ګازو په تأسیساتو کې اور لګیدلی دی.

د هرات والي سید وحید قتالي وایي، اطفاییه د کمرکلاغ سیمې ته چې اور په کې لګیدلی دی، استول شوې ده او د دوه سوه اووم ظفر قول اردو اطفاییې هم سیمې ته حرکت کړی دی.

تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د هرات د رسنیو مسوولې زیبت محسني وویل چې د دې پېښې له امله د هرات ښار په ځینو سیمو کې برېښنا قطع شوې ده.