د ایران د اټمي تړون په پار د غونډو لومړی پړاو پای ته ورسېد

ویانا کې د ایران د اټمي تړون د بیا را ژوندي کولو غونډه

په پلازمېنه ویانا کې د ایران د اټمي تړون د بیا را ژوندي کولو د غونډو لومړی پړاو پرون جمعه (د وري ۲۰مه) له پرمختګ پرته پای ته ورسېد، خو ډیپلوماتانو دا څلور ورځنۍ غونډې ګټورې وبللې.

اروپایي ټولنه د دې خبرو کوربتوب کوي او هڅه یې دا ده چې د امریکا متحد ایالاتونه او ایران بېرته د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون ژمنې پرځای کړي.

د امریکا او ایران ډیپلوماتانو د دې غونډو پر مهال مخامخ خبرې سره ونه کړې، خو د اټمي تړون د نورو خواوو، بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني او روسیې استازیو له ایراني لوري سره د شته اختلافاتو پرسر خبرې وکړې.

د متحد ایالاتونو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوه زره اتلسم کال کې له دې تړونه بهر شو او پر ایران یې نور سخت بندیزونه ولګول.

دوه کاري ډلې جوړې شوې دي، یوه یې هڅه کوي چې واشنګټن وهڅوي چې بندیزونه لېرې کړي او بله ډله ایران هڅوي چې د تړون ژمنې پرځای کړي.