کرونا؛ هند کې ورځني تلفات تر پنځه سوه اوړي

ارشیف

هند خبر ورکړ چې د کرونا وبا مثبتې پېښې او د دې ناروغۍ د قربانیانو شمېره وروسته له څه باندې پنځه میاشتو یو ځل بیا اوج ته رسیدلې ده.

په هند کې د مارچ له وروستیو را په دې خوا تر یو میلیون ډېر کسان په کرونا اخته شوي دي او ورځني تلفات تر پنځه سوه اوړي.

مرکزي حکومت هڅې کوي چې د اقتصادي ستونزو د مخنیوي لپاره له ټولبنده ډډه وشي، خو یو شمېر ایالاتونو په خپله بندیزونه لګولي دي.

په ماهراشترا ایالت او مرکز ممبۍ کې سر له نننه رسټورانټونه بند شوي او په عامه ځایونو کې باید تر پنځو کسانو ډېر یو ځای نه شي.

دغه ایالت چې یو سل او پنځه ویشت میلیونه نفوس لري د اوونۍ د پای یعنې شنبې او یکشنبې ورځو دا بندیزونه به یې د اپریل تر اخره ادامه پیدا کړي.

په دې ایالت کې به خلک د اوونۍ د پای په ورځو کې یوازې د دې اجازه لرې چې د خوراکي موادو او د درملو د اخېستو لپاره له کورونو ووځي.