انټرپول په اروپا او افریقا کې ۱۹۵ تنه نیولي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

انټرپول یا نړیوال پولیس وایي، په اروپا او افریقا کې يې ۱۹۵ تنه نیولي او د انساني قاچاق پنځه سوه قربانیان یې ژغورلي دي.

د انټرپول په وینا دا پراخ عملیات د قانون د تنفیذ نړیوالې ادارې له خوا چې مرکز یې په فرانسه کې دی، ترسره شوي دي.

دوی وایي، نیول شوي کسان د انسانانو په قاچاق، ناقانونه کډوالۍ، د اسنادو په جعل او د نشه یي توکو اړوند جرمونو باندې تورن دي.

نړیوال پولیس وایي، دغو تورنو کسانو کې د سوډان، اسپانیې او چین اتباع شامل دي.