بایډن له افغانستانه د ځواکونو ایستلو پرېکړه تر ټاکلي ضرب‌الاجل مخکې اعلانوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

سپینه ماڼۍ وایي د امریکا ولسمشر جو بایډن به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه تر ټاکلي ضرب‌الاجل دمخه چې د مې ۱ نېټه ده، اعلان کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دا خبره د اپرېل پر اتمه په واشنګټن کې خبریالانو ته وکړه.

مېرمن ساکي وویل: "د ولسمشر د پرېکړې تر اعلان دمخه زه څه نه‌وایم. تمه لرم چې د مې تر لومړۍ دمخه‌یې په خپله له ولسمشر څخه واورئ. هغه په ښکاره او دوامدار ډول ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې د ځواکونو ایستل عملاً ګران کار دی. دا ضرب‌الاجل پخوانۍ ادارې ټاکلی."

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې په دې اړه له څو اوونیو راهیسې ډیپلوماتیکې هڅې او له طالبانو سره خبرې روانې دي.

د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل هغه ضرب‌الاجل دی چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ تړون کې موافقه ورباندې وشوه. هغه مهال ډونالد ټرمپ د امریکا ولسمشر و.

طالبان ټینګار کوي چې امریکا باید پر خپله ژمنه عمل وکړي.