اتل قول اردو: کندهار کې تر ۴۰ ډېرو وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله واوښته

ارشیف، کندهار کې د افغان ځواکونو عملیات

افغان چارواکي په کندهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال تر ۴۰ ډېرو وسله‌والو طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې ادعا کړې.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې وویل چې دا عملیات ارغنداب، ژړۍ او د شاه ولیکوټ ولسوالیو په اړوندو سیمو کې شوي دي.

ښاغلی علوي زیاتوي: "د دغو عملیاتو په پایله کې ۳۶ طالبان ووژل شول، ۶ نور ټپیان دي او ۳ کسان هم ونیول شول. همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له‌منځه وړل شوي دي."

ښاغلی علوي وایي په دغو سیمو کې ۵۰ بېلابېل ډولونه ماینونه له سیمې څخه کشف او خنثی شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.