اشرف غني: باید د ټولو پوهنتونونو درسي نصاب د مارکېټ له اړتیا سره سم شي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

ولسمشر اشرف غني وايي د هېواد د استخراجي صنایعو د پروژو د تطبیق لپاره باید د ټولو پوهنتونونو درسي نصاب د مارکېټ له اړتیا سره سم شي.

ښاغلي غني د جیولوجیستانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه وېډیويي پیغام کې چې پرون د ارګ پر رسمي وېب‌پاڼه خپور شو ویلي چې په دې برخه کې به د لوړو زده‌کړو وزیر ته لارښوونه وکړي.

ښاغلي غني وویل: "د لوړو زده‌کړو محترم وزیر ته لارښوونه کوم چې د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې تحصیلي نصاب د عملي تجربو د اسانتیاوو پر بنسټ د مارکېټ له اړتیاوو سره عیار کړي."

ښاغلي غني د هېواد د کانونو په سکټور کې د پانګونو لپاره په اداري پروسو کې د اسانتیاوو د راوستو او د خنډونو د له‌منځه وړو سپارښتنه هم وکړه.

د اپرېل میاشتې لومړۍ (یکشنبې) د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د جیولوجیستانو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.