پاکستان: د اسد قیصر الوتکې ته کابل کې د کېناستو اجازه نه‌ده ورکړل شوې

ارشیف، د پاکستان د ملي جرګې مشر اسد قیصر

پاکستان وايي، د دغه هېواد د ملي جرګې د رئيس او ورسره ملګري پلاوي الوتکې ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې په کابل کې د حامد کرزي پر هوايي ډګر کېني.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان وویل، ټاکل شوې وه چې د پاکستان د ملي جرګې د رئیس اسد قیصر په مشرۍ ۱۶ کسیز پلاوی نن کابل ته لاړ شي، خو له نیمې لارې بېرته اسلام‌اباد ته ګرځېدلای دی.

دی وايي، الوتکه د افغانستان حدودو ته رسېدلې وه، خو له حامد کرزي هوايي ډګره ورته وویل شول چې بېرته وګرځي.

ویل شوي چې د امنیتي اندېښنو له کبله د پاکستان د پارلمان د رئيس الوتکې ته ویل شوي چې خپل سفر وځنډوي.