امریکا مېشتي ایراني فعالان: بایډن دې د ایران پر وړاندې پالیسي سخته کړي

د امریکا ولسمشر جوبایډن

درې سوه امریکا مېشتو ایراني فعالانو په یوه لیک کې د متحدو ایالاتونو له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې د ایران پر وړاندې سختې پالیسۍ ته دوام ورکړي.

دغو مدني فعالانو او د پوهنتونونو استادانو په یوه ګډ بیان کې د ایران د حکومت اقداماتو، د بشري حقونو سابقې، په هېواد کې دننه او بهر د مخالفانو ځپلو ته په اشارې د امریکا له ولسمشره غوښتي چې د یوه سیکولر، دموکراتیک او نااټمي جمهوریت لپاره د ایران د خلکو د هیلې کلک او فوري ملاتړ وکړي.