د سرپل له ۲۵۰۰ بزګرانو سره نغدي مرستې کېږي

سرپل کې بزګران

د سرپل ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، دې ولایت کې د شااوخوا ۲۵۰۰ بزګرانو سره د خوړو نړېوال سازمان یا "FAO" او اکټېډ "ACTID" دفترونو له لوري نغدي مرستې کېږي.

د دې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې دغه لړۍ پرون چهارشنبه(د وري ۱۸مه) پیل شوی او هغه بزګرانو ته دغه مرستې ورکول کېږي چې په طبیعي پېښو کې یې خپل څاروي او بزګري لاسه ورکړي وي.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې هر بزګر ته په لومړي پړاو کې ۵۰ ډالره ورکول کېږي.

له دې وړاندې هم دغو بزګرانو ته د کیمیاوي کوډ ترڅنګ د غنمو تخم مرسته شوې وه.