غني: افغانستان کې د سولې لپاره بې ساری فرصت رامنځته شوی

ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، په هېواد کې د سولې لپاره یو داسې بې ساری فرصت رامنځته شوی چې په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې نه وو رامنځ ته شوی.

ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون(چهارشنبې-د وري ۱۸مه) په ارګ کې د سولې لپاره د خپلې طرحې د تشریح کولو پر مهال وکړې او وېې ویل چې د ترکیې د غونډې او له امریکایي لوري سره د نورو بحثونو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

غني وویل، د ترکیې غونډې ته به له بشپړ چمتووالي سره ځي، خو هلته یوازې له طالبانو سره د سولې یوه جوړجاړي ته رسېدل مطرح نه دي، بلکې افغانستان باید له سیمې او نړیوالو سره هم یوه جوړ جاړي ته ورسیږي.

ولسمشر غني دغه راز یو ځل بیا د انتخاباتو له لارې د واک پر لېږد ټینګار وکړ.