په روسیه کې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالنۍ وکیل وایي، د ناوالنۍ د کرونا ویروس ازموینه منفي ده، خو دی هره ورځ یو کیلوګرام وزن بایلي.
الکسي ناوالنۍ په بند کې د نه خوړو اعتصاب ته داسې مهال دوام ورکوي چې د ده د روغتیا په اړه اندېښنې ډېرې شوي دي .
د ناوالنۍ د عدلي ټیم یوه غړي وادیم کوبزېف Vadim Kobzev پرون پر ټویټر ولیکل چې د هغه د تبې درجې لا هم لوړه ده.
هغه ویلي الکسي په خپله ګرځېدلی شي، خو د ګرځېدو پر وخت درد لري او زیاتوي چې د اندېښنې وړ خبره دا ده چې پښې یې لا هم بې حسه کېږي.
سپینې ماڼۍ دا راپورونه دردوونکي بللي او له روسي چارواکو یې غوښتي چې د الکسي ناوالنۍ خوندیتوب او روغتیا ډاډمنه کړي.
الکسي ناوالنۍ تېرکال په زهري موادو مسموم شوی و چې څو میاشتې په جرمني کې تر درملنې لاندې و او له رغېدو سره سم مسکو ته ولاړ، خو په هوایي ډګر کې ونیول شو او بندي شو.
لویدیځو هېوادونو د نوموړي د مسمومیت په قضیه کې روسیه تورنوي، خو مسکو دا تورونه رد کړل.