ارمنستان: روسیه دې اذربایجان کې د ارمني بندیانو خوشې کولو کې مرسته وکړي

د ارمنستان صدراعظم (چپ) له ولادیمیر پوتین سره

د ارمنستان صدراعظم د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه د هغو لسګونو بندیانو د خوشې کېدو په چارو کې د مرستې غوښتنه کړې چې تېر کال د نګورنو قره باغ سیمې پر سر د جګړې په ترڅ کې اذربایجان نیولي دي.

نیکول پاشینیان پرون چهارشنبه (د وري ۱۸مه) مسکو ته د سفر پر مهال له ولسمشر پوتین سره د لیدو پر مهال دا خبره وکړه: "د نوومبر د ۹ مې نېټې پرېکړې له مخې، ټول برمته شوي، جنګي اسیران او نور بندیان باید خپلو کورونو ته ستانه شوي وای، خو له بدغه مرغه موږ لا هم په اذربایجان کې بندیان لرو. خوښ یم چې د دې موضوع د حل برخه کې اختلافات نه لرو."

تېر منی د نګورنو قره باغ سیمي پرسر د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د شپږو اونیو لپاره جګړه وشوه چې بیا د روسیې په منځګړیتوب په یاده سیمه کې اوربند نافذ شو.

په هغو جګړو کې تر ۶۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

دا معلومه نه ده چې څومره ارمنیان د اذربایجان له خوا نیول شوي، خو ار بې سي خبري اژانس ویلي شااوخوا ۱۴۰ ارمنیان په اذربایجان کې بندیان دي.