ایا د افغان ولسمشر د سولې طرحه له هغې سره چې امریکا وړاندې کړې په ضدیت کې ده؟

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سولې د طرحې یو اساسي جز په دې هېواد کې د تاوتریخوالي پای ته رسېدل او د تلپاتې سولې ټینګښت دی.

ولسمشر غني دغه طرحه په استانبول کې کېدونکې غونډې ته چمتو کړې ده. د دې غونډې لپاره چې تر اوسه‌یې دقیقه نېټه رسماً نه‌ده اعلان شوې، د افغانستان د دولت له لوري د سولې د یوې واحدې طرحې د وړاندې کولو لپاره هڅې روانې دي.

په دې اړه نوریاس نوري د افغانستان د شخړو او سولې د مطالعاتو انسټټیوټ له مشر حکمت اعظمي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې په لوېدیځو مطبوعاتو کې تر ډېره داسې انګېرل کېږي چې د افغان ولسمشر د سولې طرحه له هغې سره چې امریکا وړاندې کړې، په ضدیت کې ده، ایا تاسو هم همداسې فکر کوئ؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له حکمت اعظمي سره مرکه