اسرائیل ټایمز: د افغانستان وروستی مشهور یهود اسرائیل ته درومي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ډیپلومات

ډيپلومات خپرونه په خپله تازه ګڼه کې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په افغانستان کې لاسته راړونو ته اشاره کوي، بیا لیکي تېر کال ته د عطف نقطې په سترګه کتلی شو، ځکه چې د سولې خبرې پیل شوې، د کال په لومړیو میاشتو کې شخړې یو څه کمې شوې او مرستندویانو له افغانستان سره د خپل ملاتړ ژمنې تازه کړې.

خپرونه بیا لیکي، له بده مرغه د سولې تړون لاهم نه‌دی شوی او تېر سپڼمبر چې بین‌الافغاني خبرې پیل شوې شخړې ورسره زیاتې شوې. له اقتصادي پلوه د کرونا وبا له پيله کورني ناخالص تولید پنځه په سلو کې کم شو، د بودجې کسر زیات شو، پانګونې ټیټې شوې او صادرات هم.

ډیپلومات د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې لیکي چې په ۲۰۲۱ کال کې به د افغانستان نیم استوګن بشري مرستو ته اړتیا پيدا کړي چې دا د تېرو څلورو کلونو په پرتله شپږ برابره زیاتوالی ښیي.

خپرونه بیا لیکي چې راتلونکې لار به صافه نه‌وي، ځکه چې د نړیوالو تجربو له مخې هغه هېوادونه چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي ښایي سوله په‌کې وشي، خو ممکنه نه‌ده چې جګړې په‌کې ختمې شي.

خپرونه بیا څرګندوي، هغه هېوادونه چې عواید یې لږ دي ښایي له پنځو تر ۱۰ کلونو پورې بېرته جګړو ته مخه کړي او تر هغو جګړې په‌کې وي چې د سړي سر کلني عواید یې پنځه زره ډالرو ته ورسېږي چې دې برید ته د افغانستان د اقتصاد د رسېدو لپاره د یوه نسل په مخه دغه هېواد باید هر کال په ثابت ډول اته په سلو کې اقتصادي وده وکړي.

  • اسرائیل ټایمز

یوې بلې خپرونې اسرائیل ټایمز تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده 'د افغانستان وروستی مشهور یهود اسرائیل ته درومي'.

د دې مقالې په یوه برخه کې راغلي، هغه کس چې له څه باندې یوې لسیزې په افغانستان کې د یوازني پاتې یهود په توګه پېژندل شوی دی له دې وېرې اسرائیل ته ځي چې د امریکا پوځ له افغانستانه د وتلو ژمنه کړې چې له دې سره د طالبانو په څېر بنسټ‌پاله ډلې ته په دې هېواد کې زمینه برابرېږي.

زابولان سیمنتوف عرب نیوز ته ویلي دي چې د اسرائیل له ټلوېزیونه به‌یې ګوري چې پوه شي په افغانستان کې څه پېښېږي.

سیمنتوف دا خبره هم کړې ده چې دی په دې بریالی شو چې د کابل له کنیسې د یهودانو د زمریو په څېر دفاع وکړي.

اسرائیل ټایمز لیکي، د زابولان مېرمن د تاجکستان یهوده ده او دوه لوڼې یې له ۱۹۹۸ میلادي کال راپه دې خوا په اسرائیل کې ژوند کوي، خو سیمنتوف په تېرو څو لسیزو کې چې جګړې وې او سیاسي شخړې وې په افغانستان کې پاتې شو.

سیمنتوف د فرشونو او جواهراتو پلورونکی د هرات په ښار کې زېږېدلی، په هغه ښار کې چې څو لسیزې مخکې د سلګونه یهودانو استوګنځای و. دی بیا کابل ته ولېږدېد، خو په ۱۹۹۲ کې کابل ته تر ستنېدو مخکې تاجکستان ته وتښتېد.

د اسرائیل ټایمز په باور، له زابولان سیمنتوف پرته به په کابل کې د یهودانو د کنیسې ورونه وتړل شي او په افغانستان کې به د یهودانو د ژوند یوه دوره پای ته ورسېږي.

د یهودي پوهانو په باور له لږ تر لږه دوه زره کلونو راهیسې یهودانو په افغانستان کې ژوند کړی دی.

زابولان سیمنتوف تېره اوونۍ ازادي راډیو ته وویل، که طالبان راوګرځي دوی به موږ په څپېړو څپېړو پسې واخلي.