د پیسو نړیواله بسپنه: روان کال کې به په نړۍ کې اقتصادي وده ۶ سلنه وي 

ارشیف

د پیسو نړیواله بسپنه اټکل کوي چې د کرونا پرضد واکسیناسیون او د دولتونو له لوري په لویه پیمانه مالي ملاتړ به په بې ساري ډول د نړۍ اقتصادي وده چټکه کړي.

د پیسو نړیوالې بسپنې په خپل تازه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپور کړ، اټکل کړی چې په روان میلادي کال کې به په نړۍ کې اقتصادي وده ۶ سلنه وي.

دې صندوق په مخکیني اټکل کې چې په جنورۍ کې یې کړی و، اقتصادي وده ۵ اعشاریه ۵ ښوولې وه.

دا له ۱۹۸۰ میلادي کال را په دې خوا د نړۍ تر ټولو لوړه اقتصادي وده ګڼل کېږي.

د پیسو نړیواله بسپنه د راتلونکي ۲۰۲۲ کال لپاره د نړۍ اقتصادي وده ۴ اعشاریه ۴ اټکلوي چې لا هم لوړه ده.