د کونړ نرنګ ولسوالۍ کې د مېر زمان خان کورنۍ له خوا ښوونځی جوړیږي

د کونړ والي د ښوونځي د بنسټ ډبره کېښوده

د کونړ نرنګ ولسوالۍ کې د مېرزمان خان کورنۍ له خوا په شخصي ځمکه او شخصي لګښت د نجونو د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړیږي.

د مېرزمان خان کورنۍ استازي خالد خان زماني ازادي راډیو ته وویل، دا ودانۍ د خپلې کورنۍ د غړو په مالي ملاتړ چې شپيته زره امریکایي ډالر کېږي جوړوي،۱۲ خونې به ولري او په وینا یې څلور جریبه ځمکه هم دوی ته ورکړې ده.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وايي، په کونړ کې ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري چې زده کوونکي يې شین اسمان لاندې په سپېرو خاورو زده کړې کوي.

والي له بډایه کسانو وغوښتل چې د زمانې کورنۍ په څېر دې ښونځیو ته د وداینو جوړولو او زده کوونکو ته د اسانتیاوو برابرولو چارو کې دوی سره همکاري وکړي.

د ودانۍ چارې به د یوکال به موده کې بشپړې شي.

څلور کاله کېږي چې یادې کورنۍ له خوا د کونړ په ګډون په کندهار،ارزګان، نیمروز او زابل ولایتونو کې د فرصت په نوم ښوونیز مرکزونه جوړ کړي چې په کې په زرګونو نجونې او هلکان د عصري مضامینو په زده کړو بوخت دي.