نامعلومو وسله والو کابل کې د احصایې د ملي ادارې د خدماتو رئيس وواژه

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

نامعلومو وسله والو په کابل کې د افغانستان د احصایې د ملي ادارې د خدماتو رئيس محمد اسماعیل سهاک وواژه.

سهاک نن چهارشنبه (د وري ۱۸مه) سهار د پغمان ولسوالۍ په قلعه وزیر سیمه کې له کوره کار ته روان و چې برید پرې وشو.

د احصاییې ملي ادارې په دې پېښه کې د اسماعیل سهاک وژل کېدا تایید کړل.

په وروستیو کې په کابل او نورو ښارونو کې هدفي بریدونه زیات شوي او چارواکي وايي چې دا کار طالبان کوي، خو طالبان یې مسوولیت نه مني.