پکتیا کې د ځنګل وهنې د مخنیوي په پار پر کروندګرو ۶۵ زره نیالګي ویشل کېږي

پکتیا کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په موخه د ۶۵ زره نیالګيو د کېنولو لړۍ پیل شوه

په پکتیا کې د ځنګل وهنې د مخنیوي او د بیا ژوندي کولو په هدف د سلګونه زره نیالګیو د کېنولو پروژې عملي کېږي.

دغه پروژې د پکتیا په احمدابا او سیدکرم ولسوالیو کې پلي کېږي چې پر مهال به یې ۶۵ زره نیالګي پر کروند ګرو وویشل شي، څو یې په خپلو سیمو کې کینوي.

چارواکي وایي، پر دغو پروژو ۷۵ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د پکتیا د کرنې او مالدارۍ ریاست رئیس محمد دین مومند رسنیو ته وویل: "نن موږ سیدکرم ولسوالۍ ته سفر لرلو او غواړو چې د ځنګلونو د بیا احیا په موخه دلته پر خلکو ۶۵ زره د چهارمغزو او نور نیالګي کینوو، څو شاړې ځمکې بیا سمسورې او اباد افغانستان ولرو."

د سیمې اوسیدونکي او بزګران چې د کرنې ریاست له لوري ورته د یوه ځانګړې مېکانېزم له مخې یاد نیالګي ورکول کېږي وایي، خوشاله دي چې په سیمه کې یې بېرته نیالګي کینول شي.

دوی وايي، د دغو نیالګیو د ساتلو لپاره به خپل مسولیت ترسره کړي.

د شفیق الله او معصوم جان په نومونو دوو بڼ لرونکو وویل: "دغه نیالګي چې اوس یې موږ خپلو سیمو کې کینوو، ډېر ښه ګام دی؛ هغه غرونه چې له ونو پاک شوي، بېرته به ډک شي، تر دوو سوو خلک ورته راغلي، باید د نورو نیالګیو (ځڼغوزي، چهارمغز او بادام) مرسته هم وکړي.

-موږ تېرکال خپله سیمه کې پنځلس زرو پورې نیالګي کینول، زر دانې که وچ شوي وي یا مالونو خوړلي وي، نور ټول شنه شوي."

پکتیا کې راټول شوي بزګر

پکتیا د هېواد یو له ځنګل لرونکو ولایتونو شمېرل کېږي، خو د دې ولایت د اوسیدونکو په وینا د بې وزلۍ، ناامنۍ او د کارونو د نشتوالي له امله یې ځنګل وهلو ته مخه کړې او دا چاره لا هم روانه ده.

د پکتیا ځایي چارواکي د ځنګلونو د پرې کولو د مخنیوي په هدف له یو شمېر نورو چارو ترڅنګ د ځنګلونو د بیا پراختیا دغه پروژه تطبیقوي چې په خبره یې تر ډېره د ځنګل وهنې په راکمولو کې ګټوره تمامه شوې ده.