دفاع وزارت: د افغانستان ۵ ولایتونو کې ۶۸ طالبان وژل شوي

ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې له پرون سې شنبې (د وري ۱۷مه) راهیسې یې څو ولایتونو کې ۶۸ طالبان وژلي او نژدې همدومره نور یې ژوبل کړي دي.

دغه وزارت نن چهارشنبه (د وري ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان په فراه، فاریاب، بدخشان، کندز او کندهار کې د دوی په ټکو د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو او نښتو کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو تېرو څلوریشتو ساعتونو کې څه باندې دوه سوه ماینونه هم شنډ کړي دي.

طالبانو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو څو ورځې وړاندې یې وویل چې د دفاع وزارت دغه عملیات د دوحې له هوکړې سره په ټکر کې دي او خبرداری یې ورکړ، که دوام وکړي، پر ځوابي اقدام به یې غور وکړي.