بلېنکن: د ازادو رسنیو پرضد د روسیې هڅې دوی ته زیان اړوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلېنکن

روسیه کې د ازادي راډیو د تړل کېدو له ګواښ سره هم مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلېنکن د خپل هېواد له نړیوالو رسنیو ملاتړ څرګند کړی.

بلېنکن پرون سې شنبه (د وري ۱۷مه) د نړیوالو رسنیو لپاره د امریکایي ادارې له مشرې کېلو چاو سره وکتل او د ازادو رسنیو د رول او حیاتي اهمیت په اړه یې خبرې وکړې.

روسیې د "بهرني ایجنټ" په نوم د خپل یوه لانجمن قانون له مخې هلته پر ازادي راډیو فضا تنګه کړې او هڅه کوي چې بنده یې کړي.

د روسیې د رسنیو ادارې د ازادي راډیو روسي څانګه نژدې یو میلیون ډالره جریمه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د ښاغلي بلېنکن په حواله راغلي، د ازادو رسنیو پر ضد د روسیې دا ډول هڅې، خپله روسانو ته زیان اړوي.