روسي پولیسو د ناوالنۍ ډاکټره توقیف کړې

د ناوالنۍ ډاکټره اناستاسیا واسیلویا

روسي پولیسو د زنداني شوي سیاسي مخالف الکسي ناوالنۍ ډاکټره توقیف کړې ده.

اناستاسیا واسیلویا 'Anastasia Vasilyeva' او د ډاکټرانو د یوې ټولنې څو نورو غړو پرون هڅه کوله چې زندان ته ولاړ شي او ناوالنۍ معاینه کړي، خو دوی وویل، د زندان مسولینو اجازه ورنه کړه.

پولیسو د ناوالنۍ له ډاکټرې سره لږ تر لږه ۹ هغه کسان هم توقیف کړي چې له زندانه بهر ټول شوي وو.

توقیف شوېو کسانو کې د امریکا د 'سي.اېن.اېن' ټلوېزیون د خبریال په ګډون درې ژورنالېستان شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې ناوالنۍ شدید ټوخی او تبه لري او روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

ده له نژدې یوې اوونۍ راهیسې د نه خوړو اعتراض کړی دی.