د مشهد دیني عالمانو په افغانستان کې د سولې او اوربند د ټینګښټ ملاتړ وکړ

په ایران کې د مشهد ښار دیني عالمانو په افغانستان کې د سولې د راتلو او د اوربند د ټينګښت په ملاتړ غونډه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبره نن په یوه اعلامیه کې کړې.

د اعلامیې له مخې د مشهد دغو دیني عالمانو د افغانستان د سولې د ټینګښت او د وینې تویېدو د مخنیوي په هدف د سولې روانې خبرې او نړیوالې هڅې مهمې بللي او د جمهوریت په چوکاټ کې یې د لاسته راوړنو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایراني عالمانو له دې ناستې او څرګندونو هرکلی کړی دی.