د روسیې د ډاکټرانو ټولنې د ناوالنۍ د درملنې غوښتنه کړې

الکسي ناوالنۍ

د روسیې د ډاکټرانو ټولنې د الکسي ناوالنۍ د اړینې درملنې غوښتنه کړې ده.

دا وروسته له هغه چې ناوالنۍ دوشنبه خبر ورکړ چې په زندان کې سخت ټوخې او تبې نیولی دی.

د تازه راپورونو له مخې ناوالنۍ د زندان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی.

د روسیې د ډاکټرانو د ټولنې مرستیال سرګي ریابکوف د ازادې اروپا کرنټ تایم ټلوېزیون ته ویلي چې د زندان ډاکټران لازم وسایل او تجهیزات په واک کې نه لري.

الکسي ناوالنۍ بیا په خپل انسټاګرام لیکلي سره له دې چې تبه یې زیاته ده او اته دېرشو درجو ته رسیږي، خو خپل غذایي اعتصاب به جاري ساتي.

الکسي ناوالنۍ د روسیې د حکومت سرسخته منتقد او سیاسي مخالف دی چې د جنورۍ په لومړیو کې له جرمني تر بېرته راستنېدو په مسکو کې د پولیسو له خوا ونیول شو.

دی جرمني ته د درملنې لپاره په کوما حالت کې انتقال شوی و.