جواد ظریف په منځنۍ اسیا هېوادونو کې پر افغان سولې هم غږیږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د منځنۍ اسیا هېوادونو ته تللې او د افغانستان د سولې او ثبات په اړه هم غږیږي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې ښاغلي ظریف دوشنبه مازیګر د ازبېکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره وکتل.

د راپورونو له مخې کاملوف او ظریف دې ناسته کې د افغان سولې د ټينګښت په هدف د همکاریو په چټکولو ټینګار کړی دی.

تمه ده چې ښاغلی ظریف له دې وروسته د قرغزستان، قزاقستان او ترکمنستان هېوادونو ته هم سفر وکړي.