د اروپايي ټولنې دوه چارواکي د اړیکو د ښه کیدا په پار انقرې ته ځي

ارشیف، د اروپايي ټولنې او ترکیې ګډ بیرغونه

د اروپايي ټولنې دوه جګپوړي چارواکي له ترکیې سره د اروپايي ټولنې د اړیکو د ښه کولو د هڅو په ترڅ کې انقرې ته ځي.

د اروپايي شورا رئیس شارل مایکل او د اروپايي کمېسیون مشر اورزولا وان دیرلاین به نن سې شنبه(د وري ۱۷مه) په انقره کې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري.

دا لیدنه د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د غیرقانوني کډوالو او ځینو نورو مسایلو پر سر له څو کلونو اختلاف وروسته د اړیکو د ښه کولو هڅه ده.

د اروپايي ټولنې مشرانو تېره میاشت له ترکیې سره د همکاریو د بیا پیل پر یوه پلان موافقه وکړه، خو اروپايي چارواکي وايي، دې برخه کې پرمختګ په دې پورې اړه لري چې ولسمشر اردوغان څومره پر خپل هغه ژمنه عمل کوي چې تل وايي، د دواړو خواوو په اړیکو کې به یوه نوې پاڼه واړوي.

اوس مهمه پوښتنه دا ده چې آیا ترکیه به د مدیترانې سمندرګي په ختیځ کې د ګاز د پلټنو پرسر د رامنځ ته شوي کړکېچ د کمولو هڅه ته دوام ورکړي او که نه؟

د اروپايي ټولنې او انقرې په اړیکو کې کړکېچ وروسته له هغه لا زیات شو چې ترکیې تېره میاشت د مدیترانې په دې برخه کې چې د اروپايي ټولنې غړي یونان او قبرس هم دعوه پرې لري، د خپلو پلټنو د ملاتړ په هدف سیمې ته یوه جنګي بېړۍ واستوله.