امریکا: ایران سره به د اټمي موافقې د احیا په اړه خبرې ستونزمنې وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

امریکايي چارواکي وايي، له ایران سره د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي موافقې د احیا په اړه خبرې به ستونزمنې وي او د سمدستي پرمختګ احتمال نه ورته ښکاري.

په پام کې ده چې نن سې شنبه (د وري ۱۷مه) ماسپيښين په دوه نیمو بجو چې د لومړي ځل لپاره د اروپايي هېوادونو په منځګړتوب د ایران د اټمي موافقې په اړه په ویانا کې خبرې پیل شي.

د اروپايي هېوادونو په منځګړتوب په نننیو خبرو کې به د امریکايي پلاوي مشري د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی راب مالي کوي او د دې موافقې د نورو لاسلیک کوونکو هېوادونو- بریتانیا، فرانسې، چین، جرمني، روسیې او ایران ډیپلوماتان به هم ګډون په کې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون وویل چې متحد ایالات په دې خبرو کې احتمالي ستونزو ته په کمه سترګه نه ګوري.

نوموړي زیاته کړه چې له دې غونډې د سمدستي د پرمختګ تمه نه لري، ځکه د ده په وینا دا بحثونه به ډېر لانجمن وي.

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي تازه رسنیو ته ویلي چې د یادې غونډې په اړه نه خوشبینه نه بدبینه دی، خو دا ډاډ لري چې په سمه لار روان دي.

د ۲۰۱۵ میلادي کال د موافقې پر اساس ایران باید خپل اټمي پروګرام محدود کړی وای او په بدل کې پر دې هېواد د نړیوالو اقتصادي بندیزونه لیرې کېدل، خو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو اړخیز ډول له دې موافقې د متحدایالتونو وتل اعلان کړل.