امریکا له طالبانو سره د 'تړون د پټو برخو په اساس' د تاوتریخوالي کمښت لپاره کار کوي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • سلېټ ډله

امریکايي خپرېدونکې ډلې سلېټ په یوه تحلیلي مقاله کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو یا نه‌وتلو اړوند مسایل او د بایډن د ادارې په اقداماتو تمرکز کړی دی.

"په بې‌پایه جګړه کې یوه وروستۍ لوبه" د سلېټ ډلې د دې مطلب سرلیک دی.

سلېټ ډله چې د فارین پالېسي په څېر ځينې معتبره خپرونې مخته وړي لیکي د بایډن اداره داسې یوه لار لټوي چې له افغانستانه ووځي او ترې لیرې اوسي.

لیکوال د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبروري تړون ته اشاره کړې چې له مخې یې تر همدې راروانې مې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو تمه کېږي. په مقاله کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي په تاکتیکي لحاظ سخته ده چې د مې لومړۍ ضرب‌الاجل باندې عمل وشي او هغه عسکر راویستل شي.

سلېټ ډله لیکي دا واقعیت دی چې د عسکرو را ایستل وخت نیسي، خو پاسنۍ څرګندونې یو ډول کږلاري په ګوته کوي او په ډاګه کوي چې د بایډن ادارې له دوو میاشتو زیات وخت په کار کې ووت او که چېرته‌یې غوښتی وای سمدستي به‌یې د عسکرو د راوتلو د چمتووالي امر کړی وی.

په مقاله کې راغلي سره له دې چې بایډن له اوږدې مودې د افغانستان د مأموریت لېواله نه‌و، خو دا یې هم نه‌خوښېږي چې د امریکا له راوتلو وروسته دا هېواد سقوط وکړي یا د طالبانو لاس ته ولوېږي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي امریکا له طالبانو سره د تړون د پټو برخو په اساس د تاوتریخوالي د کمښت لپاره کار کوي.

ورځپاڼې لیکلي دا د تړون هغه برخې دي چې په‌کې واضح شوې دواړه خواوې له کومو پوځي فعالیتونو منع شوي دي.
په مقاله کې راغلي امریکايي چارواکي هڅه کوي طالبان له پسرلنیو عملیاتو په شا کړي.

په همدې هدف د امریکا مرکچیان له طالبانو سره خبرې کوي. نیویارک ټایمز لیکلي تازه خبرې په داسې حال کې د افغان حکومت له استازو پرته پیل شوي چې د پرمختګ لپاره د نړیوالې ټولنې له فشار سره سره د دواړو خواو افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په ټپه ولاړ حالت دوام لري.

له طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال د تړون په اساس د مې لومړۍ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه ټاکل شوې. نیویارک ټایمز د چارواکو په حواله لیکلي په دې پاتې موده کې د درې نیم زرو امریکایي پوځیانو او زرګونو قراردادیانو او نړیوالو ځواکونو او د هغوی د وسایلو او تجهیزاتو ایستل له لوجستیکي پلوه ناممکنه ښکاري.

نیویارک ټایمز په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د یو اړخیزو خبرو په اړه د افغان دولت د یوه مرکچي غړي نظر هم اخیستی چې د نوم له افشا پرته‌یې له دې حاشیوي ناستو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دا ډول ناستې د سولې د پراخو بحثونو لپاره خنډونه رامنځته کوي.

په مقاله کې راغلي امریکا په مشخص ډول د درېیو میاشتو لپاره په اورکم ټینګار کوي او ډیپلوماټان بیا هیله‌من دي چې دا موده وغځېږي.

د نیویارک ټایمز د مقالې په یوه برخه کې دا هم راغلي که د اورکم په هدف دا خبرې او د افغان حکومت او طالبانو جلا مذاکرات نتیجه ورنه‌کړي امریکا به تر مې وروسته هم له زرګونه عسکرو سره په افغانستان کې پاتې وي.