کابل کې سلګونه کسانو د عبدالغني علیپور پر ضد مظاهره وکړه

د غیر مسؤله وسله‌والو یو قوماندان عبدالغني علیپور

په کابل کې سلګونه کسانو د غیر مسؤله وسله‌والو د یوه قوماندان عبدالغني علیپور پر ضد مظاهره کړې ده.

د افغانستان دولتي ټلوېزیون او پژواک خبري اژانس د مظاهره کوونکو عکسونه خپاره کړي چې د دې هېواد بیرغونه لېږدوي او به بنرونو یې د عليپور ضد شعارونه لیکلي دي.

مظاهره کوونکي غوښتنه لري چې د ملي اردو د یوې هليکوپټرې د غورځېدو او څو پوځیانو د وژلو په خاطر باید د سیمه‌ییزو وسله‌والو دا قوماندان ونیول شي او قانوني چلند ورسره وشي.

له دې وړاندې د ښاغلي علیپور یوه ویاند له ازادي راډیو سره خبرو کې منلې وه چې د ده وسله‌والو د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال د ملي اردو څرخي الوتکه نسکورې کړې ده.

دغه څرخي الوتکه نږدې درې اوونۍ مخکې وویشتل شوه چې د دفاع وزارت په خبره ۴ عمله او ۵ سرتېري په‌کې ووژل شول.

له پېښې وروسته دولتي ځواکونو بهسودو ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل او وروسته چارواکو وویل چې علیپور له سیمې وتلی دی.