ایران: ویانا کې اټمي موافقې ته د امریکا په بېرته ستنېدو خبرې نه‌کوو

ارشیف، د ایران اټمي تأسیسات

ایران وایي، په اروپا کې د راتلونکو خبرو پر مهال به اټمي موافقې ته د امریکا په بېرته ستنېدو خبرې ونه‌شي.

ټاکل شوې دغه خبرې دوه ورځې وروسته د اتریش په پلازمېنه ویانا کې ترسره شي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي نن هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې ایران به دې غونډه کې په نامستقیم ډول له امریکا وغواړي چې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته وګرځي.

ټاکل شوې د بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او ایران ډيپلوماتان د اپرېل په شپږمه په دې اړه خبرې وکړي.

د نړۍ دغه هېوادونه لا هم له ایران سره پر اټمي تړون ولاړ دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، دوی دغه تړون ته ورګرځي، خو ټینګار یې کړی چې ایران باید دې برخه کې ګام پورته کړي.