ایران: تهران د لګېدلو بندیزونو د تدریجې لېرې کولو وړاندیز رد کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده

ایران د نړۍ له شپږو پیاوړو قدرتونو سره د مذاکراتو په درشل کې پر دې هېواد د لګېدلو بندیزونو د تدریجې لېرې کولو وړاندیز رد کړی دی.

پرېس ټلوېزیون چې د ایران حکومت یې تمویلوي، نن شنبه (د وري ۱۴مه) د بهرنیو چارو وزارت له ویاند سعید خطیبزاده سره د مرکې پر بنسټ دا خبر ورکړ.

د سپنې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون-جمعه وویل چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د احیا کولو په هدف په ویانا کې د راتلونکې اوونۍ مذاکرات به پر هغو ګامونو متمرکز وي چې ایران او متحدایالاتونه یې باید دې موافقې ته د ستنېدو په برخه کې پورته کړي.

ساکي زیاته کړه: "د بحث وړ اصلي موضوعات به هغه ګامونه وي چې ایران یې باید دې موافقې ته د ستنېدو لپاره پورته کړي او هغه ګامونه چې امریکا یې هم باید دې موافقې ته د ورستنېدو لپاره د بندیزونو د نرمولو په برخه کې واخلي."

د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په یو اړخیز ډول له دې موافقې ووته او پر ایران یې اضافي سخت بندیزونه ولګول.

د ولسمشر جوبایډن ادارې د دې موافقې احیا ته چمتووالی ښودلی، خو ویلي یې دي چې له هغه مخکې تهران باید د دې موافقې له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.